IQNA

په مسکو کې د شیعه اوسني مسلمانانو د وحدت او یووالی سیمنارجوړشو

17:54 - July 27, 2022
د خبر لمبر: 3486032
ایکنا-(تهران)دمحرم الحرام د میاشتې د رارسیدا په درشل کې د اهل تسنن او اهل تشیّع یوشمیر عالمانو  او روحانیونو د روسیې د ماسکو په اسلامی مرکز کې د یوې ګډ سیمنار په جوړولو سره له درز اوتفرقې پر لیدیکیدا او پر یووالی او وحدت ټينګار وکړ .

ایکناخبری اژانس د ایران پریس له قوله راپورراکړ،د محرم الحرام په درشل کې  د روسیې په ماسکو کې  اسلامی مرکز،د روسیې دعمومي روحانیونو او مبلغانو د پنځمې کلنۍ ناستې او هم د اسلامی وحدت کنفرانس پشمول   په یوه وخت د دوو کنفرانسونو کوربه ؤ.

په دغه سیمنار کې چې  د ماسکو د اسلامی مرکز ،داهل بیت(ع) دنړیوالې ټولنې  او د جامعه المصطفی العالمیه په ملګرتیا سره ترسره شوؤ،شیعه سني عالمانو،مذهبی مبلغانو، دروسیې داهل بیت د مینه والو ټولنو  او مذهبی تنظیمونو  غړو،داسلامی نړۍ د اتحاد او د ورورولۍ د روح د پیاوړتیاپه ضرورت ټينګار  کړی دی.

په روسیې کې د اهل بیت د  مینه والو او دیني تنظمینونو له ظرفیّت سره بلدتیا، ددیني او مذهبی فعالیتونو د ښو رودو  په باب د تجروبو مبادله ، په روسیې کې د اهل بیت علیهم السلام د ممینه والو  دفعالیتونو دترټولو وروستیو شرائطو ارزول او په روسیې کې د مسلمانو ټولنو د تشکیل  زمینه جوړونې، د روسیې د روحانیونو او مبلغانو د پنځمې ناستې ترټولو مهمې موخې وې .

دغه غونډه د اهل بیت(ع) دنړیوالې ټولنې دعمومی منشي حجةالاسلام  رمضاني په وینا سره پیل شوه او په دوام کې  په روسیې کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر کاظم جلالي ، او څو نورو روحانیونو او مسئولانو هم پکې ګډون  وکړ او پخپلو ویناؤ کې ئې د شیعه اوسني مسلمانانو د یووالي او ورورلۍ د پيوندونو دپياوړتیا لپاره پر هڅې او اقداماتو ټينګار وکړ.

https://farsi.iranpress.com/europe-i217223-

captcha